د فلسطین ولسمشر محمود عباس له اسرائیلو او امریکا سره خپلې ټولې اړیکې وشلولې.
عباس د عرب هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ناسته کې چې قاهره کې جوړه شوې وه، ویلي چې فلسطین له دې وروسته امریکا سره هیڅ ډول اړیکې په خاص ډول امنیتي همکاري ونه لري.
محمود عباس همداشان د اسرائیلو او فلسطین لانجې لپاره د امریکا د سولې طرحه هم غلطه او د اسلو د هوکړې ماتول بللې ده.
عباس ویلي فلسطین حق لري چې د اشغال تر پای ته رسیدو پورې خپلې مشروع جګړې ته دوام ورکړي.
د عرب هیوادونو ټولنې هم دغه ناسته کې د ټرمپ طرحه رده کړې او هغه یې د فلسطینیانو پر حقونو سترګې پټول بللي دي.
په فلسطین کې اسرائیلو پورې د یهودي میشتو ښاګوټو تړل، د ټرمپ د طرحې یوه برخه ده.