افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، په ولسمشرۍ ماڼۍ کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې طالبانو سره د سولې مذاکراتو کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
د ارګ له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې زلمي خلیلزاد طالبانو او پاکستاني مقامانو سره د خپلو وروستیو خبرو اترو په اړهولسمشر غني ته معلومات ورکړل.
افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي په دوحه کې له طالبانو سره د امریکا د وروستیو خبرو جزئیاتو ته په اشارې ویلي: “د عملي میکانیزم پر بنسټ د اوربند او یا د تاوتریخوالي پام وړ او پایداره کمولو لپاره د طالبانو روښانه ځواب ته چې د افغانستان خلکو او د امریکا حکومت ته د منلو وړ وي، منتظر یوو.”
ډاکټر خلیلزاد زیاته کړه، طالبانو سره په خبرو کې پام وړ پرمختګ نه دی راغلی او هیله یي ښودلې چې په دې برخه کې یوې پایلې ته ورسېږي. نوموړي همدا راز پاکستاني مقاماتو سره د خپلو کتنو په اړه معلومات ورکړل او وې ویل چې له دوی سره یې پر سولې سربېره په پاکستان کې د مېشت افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې کړي دي.
زلمی خلیلزاد پرون شنبه کابل ته راغلی او دلته یې د ولسمشر ترڅنګ له اجراییه مشر عبدالله عبدالله او یو شمیر نوور چارواکو سره لیدنې وکړې.