د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد نن شنبې سهار کابل ته راغلی دی.
د حکومت یوې معتبرې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط یک تلویزیون ته وویل خلیلزاد کابل ته راغلی او ټاکل شوې ده چې له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره وویني. زلمی خلیلزاد تیره ورځ اسلام اباد ته تللی و او د دغه هیواد له پوځي او ملکي چارواکو سره یې پر افغان سولې خبرې وکړې.