بریټانیا له ۴۷ کلونو وروسته او له زیاتو هلوځلو، تاوانونو، ټولپوښتنو، له وخت وړاندې ټاکنو او حتا استعفا سره، له اروپایي ټولنې ځان بیل کړ.
د تیرې شپې له نیمایي وړاندې د اروپایي ټولنې ودانۍ مخې ته د بریټانیا لګول شوی بیرغ ښکته شو او د بریټانیا استازو د اروپایي تولنې د پارلمان چوکۍ پریښودې.
د بریټانیا لومړي وزیر بوریس جانسن دغه وتنه (برګزیت) پای نه، بلکې د تاریخ د یوې نوې پاڼې پیل بللی او ویلي یې دي چې د هر ډول خنډونو سره سره به، د بریا پر لور حرکت دوام ولري.
بوریس جانس همداشان ویلي چې اوس له اروپایي ټولنې سره د یوې دوستانه همکارۍ وخت رسیدلی.
بریتانیا اوس د یوولسو میاشتو لپاره یو انتقال پړاو کې دی او دغه پړاو کې به د اروپایي ټولنې ۲۷ نورو غړو سره د بیلتون په اړه بحث کوي.