ټاکل شوې ده د ناټو دفاع وزیران د فبرورۍ میاشتې په نیمایي کې په افغانستان کې د خپل ماموریت څرنګوالي په تړاو په بروکسل کې ناسته جوړه کړي.
د ایټالیا دفاع وزیر له خپل امریکایي سیال، مارک سپیر سره په لیدنه کې ویلي چې د ناټو دفاع وزیران به دغه ناسته کې په افغانستان کې د خپل ماموریت د نوي تنظیم احتمال په تړاو خبرې وکړي.
دغه ناسته کې به د افغانستان سیاسي او امنیتي وضعې ترڅنګ د ایران او امریکا اړیکو په شمول ځینو نورو سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه هم بحث وشي.
ناټو په افغانستان کې نږدې شپاړس زره سرتیري لري چې د شاوخوا دولس زره امریکایي سرتیرو ترڅنګ، د افغان ځواکونو روزنې او دوی ته سلا مشورو ورکولو باندې بوخت دي.