پاکستان کې د ایران سفیر، سید محمد علی حسینی ویلي دوی د افغانستان سولې بهیر کې د امریکا پر هڅو شکمن دي.
ښاغلي حسیني ویلي دوی د افغانانو پر محوریت سولې د بهیر ملاتړ کوي.
ده هغه ادعاوې هم ردې کړي چې کني ایران له طالبانو سره پوځي او مالي ملاتړ کوي او د افغانستان د سولې بهیر زیانموي.
وړاندې امریکایي چارواکو ویلي و ایران هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر زیانمن کړي.
سفیر ویلي هیله لري چې د افغانستان د سولې خبرې مثبته نتیجه ورکړي او دغه هیواد کې اوږده جګړه پای ته ورسیږي.
دا په داسې حال کې دي چې د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد هم نن پر افغان سولې خبرو لپاره اسلام اباد ته تللی دی.
بله خوا د اوزبیکستان او جرمني د بهرنیو چارو وزیرانو تازه افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګیدو لپاره پر ګډو هڅو ټینګار کړی دی.
دواړو چارواکو برلین کې د لیدنې پرمهال ویلي هڅه کوي چې د افغانستان د سولې بهیر مثبتې نتیجې ته ورسیږی.