د افغانستان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سولې د بحث لپاره نن پاکستان ته رسېدلی دی.
په پاکستان کې سرچینو نن جمعه امریکا غږ ته ویلي چې ټاکل شوې ده ښاغلی خلیلزاد د پاکستان له ملکي او پوځي چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر وغږیږي.
تر دا مهاله د پاکستان حکومت او خپله زلمي خلیلزاد پاکستان د نوموړي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې دي چې زلمی خلیلزاد له تیرو څو اونیو راهیسې په قطر کې طالبانو سره پر خبرو بوخت و، خو ښکاري چې تر اوسه طالبانو سره د کومې هوکړې لاسلیک کولو باندې هوکړې ته نه دی رسیدلی.
له دې څو ورځې وړاندې سرچینو ویلي و چې د طالبانو او امریکایي ډلې ترمنځ خبرې له بندښت سره مخ شوي دي، خو پرون د سولې خبرو ته نږدې سرچینو وویل چې طالبان افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو د بریدونو نه کولو او افغان ځواکونو باندې د بریدونو کمولو باندې سلا شوي دي.