د هیواد د لویدیځ ولایت بادغیس اوسیدونکي د څښاکو اوبو له کموالي سر ټکوي.
دبادغلیس ولایت د مقُر ولسوالۍ یو شمیر اوسیدونکو ویلي لاهم دوی د څښاکو پاکو اوبو او روغتیایي مرکزونو له کموالي سره مخ دي.
دا په داسې حال کې دي چې د وګړیتوب میثاق پروګرام دفتر په تازګۍ سره دغه ولسوالۍ کې یو شمیر څاګانې ایستلي دي، خو لاهم د اوبو د کمی ستونزه نه ده حل شوې.
د مقُر ولسوالۍ اوسیدونکي وایي سره له دې چې د کیندل شوو څاګانو سره د یو شمیر کورنیو ستونزې حل شوي دي، خو لاهم خلک د عادي ژوند ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
بله خوا مقر ولسوالۍ کې د وګړیتوب میثاق دفتر چارواکي وایي دوی دغه ولسوالۍ کې د صحي اوبو په تړاو له ارزونو وروسته د (توتک) کلي د اوبو رسونې پروژه چې کابو دوه میلیونه افغانۍ ارزښت لري، په پام کې نیولې ده، چې په مرسته به یې لسګونه کورنۍ د اوبو د کموالي له ستونزو خلاصې شي.
د پاکو اوبو د کموالي ستونزه یواځې په بادغیس کې نه ده، بلکې د هیواد یو شمیر نورو ولایتونو کې هم خلک له همدې ستونزې سر ټکوي.