د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان ویلي امریکا او پاکستان په ګډه هڅه کوي چې افغانستان کې جګړه له سیاسي لارو پای ته ورسوي.
عمران خان سی ان بي سي شبکې سره په خبرو کې ویلي د افغانستان جګړه له پوځي لارې حل نه لري، نو له همدې امله امریکا او پاکستان په ګډه د سیاست له لارې د جګړې ختمولو په هڅه کې دي.
عمران خان ویلي د افغانستان دولت او طالبان باید د یوه میز ترشا کیني او پر یوې سیاسي هوکړې کار وکړي، ځکه چې دا د جګړې ختمولو یواځينۍ لاره ده.
بله خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان امنیتي وضع د اندیښمنې وړ بللې او ویلي یې دي چې همدا اوس د افغانستان نیمایي برخه د مخالفو وسله والو له لوري اداره کیږي چې د داعش جنګیالي هم پکې فعالیت کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماریا زاخروا ویلي دوی د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو ملاتړ کوي او په دې باور دي چې دا خبرې بین الافغاني خبرو ته لاره برابروي.
په همدې حال کې ولسمشر غني سویس کې یو شمیر خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې د افغانستان صادرات به تر راتلونکو دریو کلونو پورې پنځه میلیاردو ډالرو ته پورته شي.
افغانستان اوس په یو کال کې د یو میلیاردو ډالرو په ارزښت صادرات لري.
ولسمشر همداشان ویلي چې ترهګر لاهم په پاکستان کې د امن ځایونه لري او د جګړې پرمخ بیولو لپاره د طالبانو ملاتړ کوي.
د امریکا دفاع وزارت په یوه شپږ میاشتنۍ رپوټ کې ویلي چې د افغانستان پوځي ځواکونه د ودې په حال کې دي، خو د ترهګرو فعالیتونه یې پر وړاندې لوی خنډ دی.