پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړیدو ته انديښنه ښودلې او ویلي دي چې باید دا ستونزه د خبرو له لارې حل شي.
د پاکستان د سنا جرګې مشر، شیبلی فرازافغان خاوره کې د بندونو جوړیدل پاکستانباندې غیر مستقیم ګوزار بللی.
د شیبلي فراز په ګډون یو شمیر پاکستاني مقاماتو پرون د (اوبه له پولو هاخوا) ترنامه لاندې یوه غونډه کې ویلي که چیرې دا ستونزه د سیاست له لارې حل نشي، نو پاکستان کې به د اوبو کمی ستونزې زیاتې کړي.
د پاکستان یو شمیر سناتوران د دغه هیواد له چارواکو غوښتي چې د دغه کړکیچ مهارولو لپاره باید د شخړې پرځای افغانستان ته د دوستۍ لاس اوږد شي.
د پاکستان (دنیشن) ورځپاڼې د پاکستان سنا جرګې د مشر له خولې لیکلي چې که چیرې د اوبو ګډې سرچینې د سیاسي همکاریو له لارې تنظیم نشي، پاکستان به د اوبو له کمښت سره مخ شي.
شیبلي فراز ویلي: “اوبو ته لاسرسی د بشر اساسي حق دی، د اوبو زیاته تقاضا په نړیواله کچه د اوبو د کمی سبب شوې چې د میلیونونو کسانو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی. د اوبو تنظیم او بندونو جوړولو باندې د افغانستان ټينګار په حقیقت کې پاکستان ته یوه غیر مستقیمه ضربه ده.”
د پاکستان یو بل سناتور، عثمان کاکړ ویلي: “اړتیا ده چې موږ هم خپلې اوبه مهارې کړو او پرینږدو چې بهیر ته وبهیږي. افغانستان کې داسې تصور موجود دی چې اوبه بندې کړي او بندونه ورته جوړ کړي. موږ نشو کولی چې د شخړې له لارې له دغه هیواده اوبه ترلاسه کړو، خو په دوستۍ سره کولی شو هرڅه ترلاسه کړو.”
په همدې حال کې ولسمشر غني د داووس ناستې په څنډه کې ویلي چې افغانستان په سیمه کې تر ټولو زیاتې خوږې اوبه لري او ګاونډي هیوادونه ترې ګټه اخلي.
ولسمشر غني ویلي چې حکومت خپل پنځه کلن پلان سره کولی شي چې د وچکالۍ مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې: “موږ له نیکه مرغه تر ټولو زیاتې خوږې اوبه کنټرولوو او خپلو ګاونډیو هیوادونو ته يې ورکوو، چې دا له نفتو هم زیات مهم دي.”
د پاکستاني ادارو د معلوماتو له مخې د بلوچستان یو شمیر برخو کې د اوبو سطحه له ۱۵۰۰ فوټ نه زیاته ښکته شوې چې د ۵۰۰۰ کاریزونو او د ۵۰۰۰ چینو د وچیدو سبب شوي دي.
معلومات ښيي چې د افغانستان له ۸۰ میلیاردو مترمکعبو اوبو څخه ۶۰ میلیارده متر مکعبه یې ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي توګه پاکستان ته بهیږي.