امریکا په یوه نوې پریکړه کې له دې وروسته د ایران پانګوالو ته ویزې نه ورکوي.
د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي له دې وروسته ایرانیانو ته هغه ویزې نه ور کول کېږي چې پانګوالو او سوداګرو ته ځانګړې شوې دي.
دغې ادارې زیاته کړېدا نوې پرېکړه یې ځکه کړې چې د ایران او امریکا ترمنځ په دې تړاو یو تړون نور پای ته رسېدلی دی.
د کډوالۍ ځینو وکیلانو ویلي چې نوي مقررات تر ډېره امریکا ته د تګ د مخنیوي لپاره د هغو اصولو برخه دي چې پر ایراني وګړو لګول شوي دي.
ټرمپ بیا دا هم ویلي، چې د ځینو نورو هېوادونو پر وګړو به هم دغه مقررات وضع کړي، خو د هېوادونو نومونه یې نه دي اخیستي.