د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې ویلي طالبان باید له بین الافغاني خبرو وړاندې تاوتریخوالی کم کړي.
دغه لیدنه په سویس کې د اقتصادي نړیوالې ناستې په څنډه کې شوې ده.
ولسمشر غني ویلي که چیرې طالبان په ریښتیني توګه غواړي چې افغانستان کې تاوتریخوالی کم کړي، نو د افغانستان خلک به دغه ډله ومني.
غني ویلي که طالبان د سولې په پلمه غواړي چې د افغانستان دولت څنډې ته کړي، نو خلک به یې پر وړاندې ودریږي.
ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي د ټرمپ او غني ترمنځ لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت، سولې او امنیت باندې هم خبرې شوي دي.
ولسمشر غني د ناستې په څنډه کې د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي: “میلیاردونه پوښتنې شته چې ایا طالبان په رښتیا د تاوتریخوالي کمولو په فکر کې دي که نه؟ که چیرې دوی ریښتیني دي نو د افغانستان خلک به یې ومني، خو که چیرې دوی د سولې په پلمه د دولت او ټولنې ګوښه کولو په فکر کي وي، نو خلک به یې پر وړاندې ودریږي.”
غني همداشان ویلي: “دوی چې دوحه کې ناست دي څلور یا پنځه میرمنې لری او د عیش او خوښیو په حال کې دي، پر دوی اوس پانګونه شوې ده، نور یې د مخدره موادو لوی قاچاقبران دي، باید له دوی پوښتنه وشي چې دوی د ټولنې په څنګ کې دي یا د ټولنې پرضد، دا یوه پوښتنه ده چې موږ یې د ځواب په لټه کې یو.”
بله خوا د پاکستان لومړي وزیر، عمران خان ویلي چې افغانستان له هر وخت زیات سولې ته نږدې شوی دی او دوی له امریکا سره هڅه کوي چې طالبان له افغان دولت سره مستقیمو خبرو ته اړباسي.
عمران خان ویلي پاکستان د افغانستان د جګړې له امله تر ټولو زیات زیان لیدلی دی.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي افغانستان تر بل هر اوس، اوس سولې ته ډیر نږدې شوی دی.