د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد ویلي قطر کې طالب او امریکایي استازو له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو ایستلو مهالویش باندې سلا شوي دي.
د دغو اړخونو ترمنځ مذاکرات له دریو روځو راهیسې په قطر کې روان دي او تمه کیږي چې نږدې راتلونکي کې د دوی ترمنځ هوکړه لاسلیک شي.
ذبیح الله مجاهد بلومبورګ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې دواړه لوري د یوې هوکړې کولو ته نژې شوي چې له افغانستانه په څلور نیمو میاشتو کې د پنځه زرو امریکایي سرتیرو وتل هم د دې هوکړې یوه برخه ده.
په همدې توګه به پاتې امریکایي عسکر هم د شوې هوکړې له مخې په ټاکل شوو نیټو کې له افغانستانه وځي.
د افغانستان اجراییه ریاست د دې خبر په غبرګون کې ویلي ډاډمن دي چې له هیواده د بهرنيو ځواکونو وتل به مسوولانه وي.
بله خوا پاکستان امریکا ته ډاډ ورکړی چې افغاستان کې یوې سیاسي حل لارې موندلو لپاره به خپلې هڅې کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستال سهیل محمود د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس وېلز سره په خبرو کې ویلي چې اسلام اباد د افغان سولې ملاتړ کوي.
الیس وېلز دوه ورځې وړاندې پاکستان ته په څلور ورځې سفر تللې ده.