د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت وایي، په راتلونکو څلورو کلونو کې افغانستان د چرګانو غوښې له پلوه په ځان بسیا کیږي.
ددغه وزارت شمیرنې ښایي چې تراوسه په هېواد کې د تولیدي فارمونو په برخه کې نږدې د یو میلیارد ډالرو په اندازه پانګه اچونې شوې ده او کال په کال په دغه بهیر کې زیاتوالي راځي.
د کرنې وزات د شمېرنو له مخې، په افغانستان کې هر کال کابو ۲۹۴ زره ټنه د چرګ غوښه مصرفیږي چې، لدې جملې ۲۱۹ زره ټنه د افغانستان له داخلي فارمونو څخه لاسته راځي او ۷۵ زره ټنه له بهره راواردیږي.
ددغو فارمونو ۴۰ سلنه د افغان حکومت او ۶۰ سلنه نور د مختلفو خصوصي ادارو لخوا تمویلیږي.
د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو فارمونو کې ۴۰۰ زرو تنو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار کولو زمینه برابره شوې ده.
د کرنې وزارت د نوي پروګرام له مخې، ټاکل شوې د روان لمریز کال تر پایه د کابو دولس میلیونه ډالرو په لګښت به په هېواد کې۷۰ نوي فامونه جوړ شي.
همدارنګه د کرنې وزرات ویاند اکبر رستمي وایي، د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د میرمنو لپاره د چرګانو روزنې ۳۸ زره کوچیني فارمونه جوړ کړي او ټاکل شوې شااوخوا ۵۵۰۰ نور هم جوړ کړي.
د کرنې وزرات د مالدارۍ د برخې مسوول شاکرالله هاشمي له قوله، د نویو فارمونو د جوړولو په صورت کې به افغانستان د چرګانو غوښې له پلوه ۸۰ سلنه په ځان بسیا شي او هیله څرګندوي چې، په دې برخه کې به نوې پانګه اچونه هېواد ته چرګانو د غوښې صادرات صفر ته راټیټ کړي.