د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان په سویس کې د افغانستان پر سولې خبرې کړي دي.
ټرمپ او عمران خان پرون د سویس په پلازمینه داووس کې د اقتصادي نړیوالې ناستې په څنډه کې ناسته کړې ده.
ولسمشر غني هم دغه ناسته کې د ګډون په موخه سویس ته تللی دی، خو تر اوسه ولسمشر ټرمپ ورسره نه دي لیدلي.
عمران خان چې تیرو شپږو میاشتو کې یې درې ځلې ټرمپ سره لیدلي ویلي پاکستان په سیمه کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.
عمران خان ویلي پاکستان په افغانستان کې امن غواړي او په دې لاره کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
بله خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بلومرګ رسنۍ سره په خبرو کې ویلي د طالب او امریکايي استازو ترمنځ خبرو کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو تدریجي وتلو باندې هوکړه شوې ده.
د مجاهد په خبره ټاکل شوې ده چې پنځه زره امریکايي سرتیري په ۱۳۵ ورځو کې او پاتې نور یې په ټاکل شوې نیټه کې له افغانستانه وځي.
سرچینې د مجاهد له خولې لیکلي چې د طالبانو او امریکا دیپلوماتیکې اړیکې یواځې سفارتونو پورې محدود شوي او طالبان نه غواړي چې امریکایي ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي ممکن د همدې میلادي میاشتې په پای کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.