د کنړ ولایت ځايي چارواکي وایي پاکستاني ځواکونو پرون دوشنبه د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند نو اپاس سيمه کى چې پر، يورنډ پوله پرته ده، په امنيتى پوسته د سپکو او درندو وسلو بريدونه کړي دي.
د کونړ د والي ویاند، عبدالغني مصمم ویلي د دې پيښې په نتیجه کې درې افغان سرحدي پولیس ټپيان شوي دي.
د کونړ د ولایتي شورا غړي محمد صافی ویلي چې پاکستاني ځواکونو تیره ورځ پر افغان خاورې ۲۵۰ توغندي ویشتلي دي.
د صافي په وینا ځواکونو هم ځواب ډزې کړي، خو د تلفاتو په اړه معلومات نشته.
دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني ځواکونه پر افغان خاورې د درنو او سپکو وسلو بریدونه کوي، بلکې له کلونو راهیسې دغه لړۍ روانه ده.
د افغانستان حکومت تر اوسه د دې ستونزې له منځه وړلو لپاره کوم جدي اقدام نه دی کړی.