د لوګر ولایت ځایي چارواکي وایي د دغه ولایت مرکز کې پنځه کسان د سختې یخنۍ له امله مړه شوي دي.
د لوګر د والي ویاند، دیدار لونګ، یک تلویزیون ته په ټلیفوني خبرو کې وویل چې دغه کسان وړمه شپه د مرکز اړوند کډوالو ښارګوټي کې سختې یخنۍ وژلي دي.
ښاغلي دیدار وویل دا لومړی ځل دی چې لوګر کې داسې یوه پيښه رامنځته کیږي او دوی هڅه کوي چې راتلونکي کې د داسې پيښو مخه ونیسي.
سږ کال دې وړاندې په هرات او یو شمیر نورو ولایتونو کې هم یو شمیر خلک د یخنۍ له امله مړه شوي دي.