د افغانستان د سینما یو پخوانی لوبغاړی او د هیواد د سینماګرانو د ټولنې مشر، جوانشیر حیدري د ورپيښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
د افغان فلم ریاست مشرې، صحرا کریمي یک تلویزیون ته په خبرو کې وویل چې جوانشیر حیدري تیره شپه شاوخوا یوه بجه د وینې لوړ فشار او زړه د ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
جوانشیر حیدري په زیاتو فلمونو کې د ډایرکټر او اکټر په توګه کار کړی دی.
حادثه، الماس، ګناه، رویا او سربند هغه فلمونه دي چې جوانشیر حیدري پکې رول لوبولی دی.
جوانشیر حیدري د (دهکده ها بیدار می شوند) په نوم فلم کې هم رول لوبولی دی؛ هغه فلم چې د سندرغاړې نغمې (ښاپیرۍ) رول هم پکې معلومیږي.
جوانشیر حیدري په وروستیو کې د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشري کوله.