د کمپیوټر امریکایی متخصص اډوارډ سنوډن یو داسې اپلیکیشن جوړ کړی چې موبایل پر یوه حسګر ماشین بدلوي چې د اړتیا پرمهال په ځانګړي توګه هغه وخت چې په سیستم کې څوک لاسوهنه وکړي، خپل خاوند ته خبرداری ورکوي.
همداشان که چیرې څوک د کاروونکي کوټې ته وردننه شي یا د هغه وسایل ځای پر ځای کړي، اپلیکیشن خپل کاروونکي ته خبر ورکوي.
دا اپلیکیشن هیون (Haven) نومیږي او د یوه ارزان انډرویډ موبایل پر مخ نصب شوی دی.
Havenهغه مهال چې د کاروونکي په لپ ټاپ کې څوګ ګوتې ووهي، کاروونکي ته د پیغام په واسطه احوال ورکوي.
که چیرې څوک خپل لپ ټاپ په کور یا د کار سیمه کې هیر کړي، کولی شي چې موبایل له دغه اپلیکیشن سره وصل کړي او مقابل کس تعقیب کړي.
دا موبایل د عکاسۍ او د غږ د ثبت قابلیت هم لري او همداشان کولی شي چې د کاروونکي اصلي موبایل ته پیغام واستوي.
اډوارډ سنوډن د کمپیوټر امریکایي متخصص او د دغه هیواد د استخباراتي ادارې پخوانی کار کوونکي دی چې په ۲۰۱۴کال کې له یادې ادارې څخه د پټو اسنادو په غلا کولو تورن شو.
امریکا هغه ملي خاین وباله، خو اډوارډ سنوډن پر ځان لګیدلي تورونه رد کړل.