د هند مالیې وزارت اعلان کړی چې په تیرو شپږو کلونو کې یې ۹۱۴ تنو افغانانو ته تابعیت ورکړی دی.
د هندي چارواکو په وینا د افغانانو ترڅنګ، ۲۸۳۸ تنو پاکستانیانو او ۱۷۲ تنو بنګله دیشیانو هم دغه موده کې د هند تابعیت ترلاسه کړی دی.
د هند د مالیې وزیرې، نارمیلا سیترامن ویلي نوې ډیلي له ۲۰۱۶ کال نه تر ۲۰۱۸ کال پورې ۳۹۱ تنو افغان مسلمانو ته د استوګنې دایمي تابعیتونه ورکړي دي.
دا په داسې حال کې دي چې څه موده وړاندې د تابعیت په ورکړه کې د مسلمانانو د استثنا کولو په اعتراض کې د هند په بېلابېلو ښارونو کې سترې مظاهرې وشوې.
د هند له لوري د نوي تصویب شوي قانون پر اساس د افغانستان، پاکستان او بنګلهدېش غیر مسلمانو وګړو ته د هند تابعیت ورکول کېږي.