د ا افغانستان حکومت اجراییه مشر عبدالله عبدالله ویلي سوله د یو کس او یو وزارت کار نه دی او دغه بهیر کې باید ټول ولس د ګډون حق ولري.
ښاغلي عبدالله نن دوشنبه د وزیرانو شورا غونډه کې خبرې کولې.
عبدالله وویل طالبانو سره د سولې خبرو پرمخ بیولو لپاره باید داسې یو جامع ټیم جوړ شي چې د ټولو خلکو استازي پکې ګډون ولري.
دا څرګندونې له هغه وروسته کیږي چې ولسمشر غني د روان کال چنګاښ میاشت کې د سولې چارو کې د دولت وزارت د جوړولو اعلان وکړ او د خپل دفتر مشر عبدالسلام رحیمي یې دغه وزارت کې د وزیر په توګه وټاکه.
ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی چې له دې وروسته به د سولې ټولې چارې د دغه وزارت له لوري پرمخ بیول کیږي، خو اوس عبدالله عبدالله وایي یو وزارت نشي کولی د سولې چارې پرمخ بوځي.
عبدالله د ولسمشر غني له لوري وروستیو ګمارنو ته هم اشاره درلوده.
هغه وویل وروستۍ ګمارنې د هیواد د ثبات او هیوادوالو په ګټه نه دي او باید چې له دې کاره لاس واخیستل شي.
ولسمشر غني په دې وروستیو کې یو شمیر بهرنیو سفارتونو لپاره نوي کار کوونکي ګمارلي دي.
یو شمیر منتقدین وایي دا نوي ګمارل شوي کار کوونکي زیاتره هغه کسان دي چې تیرو ټاکنو کې یې دولت جوړوونکي ټیم لپاره کمپاین کړی دی.