د اسیا سویل لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس وېلز، پاکستان ته په څلور ورځنی سفر تللی دی.
پاکستاني رسنیو ویلي چې میرمن ویلز د پاکستان چارواکو سره د افغانستان سولې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې په اړه خبرې کړي دي.
اغلې ویلز د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او د پاکستان د پوځ له مشر قمر جاوید بجوا سره لیدلي او ښايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان سره هم وویني.
د دې خبرو د بحث اصلي ټکي د افغانستان سولې خبرې او په دې خبرو کې د پاکستان رول او بریالي کیدو ته یې د پاکستان توان بلل شوِ دي.
ویلز په دې څلور ورځني سفر کې ددې هېواد پارلمان سیاسيونو او د ځینې نورو چاواکو سره هم لیدنه کوي او ټاکل شوې ده چې د کشمیر سفر هم ولري.
دا سفر داسې حال کې کیږي چې سرچینې وایي کیدای شي په راتلونکو څو ورځو کېد امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي او الیس وېلز د تړون لاسلیک کیدو مراسمو کې ګډون لپاره قطر ته لاړه شي.
ویلز پاکستان ته له سفر وړاندې د سریلانکا او هند نه هم لیدنه کړې ده.