د افغانستان د سینما پیژندل شوی لوبغاړی سلیم شاهین د سایبری باج اخیستنې په جرم په دوه کاله بند محکوم شوی دی.
لویې څارنوالۍ ویلي سلیم شاهین یوې نجلۍ ته ګواښ کړی و چې که چیرې ورته پيسې ورنه کړي، نو فلمونه به یې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره کړي.
سلیم شاهین ته لومړنۍ محکمې د درې کالو بند سزا ورکړې وه، خو استیناف محکمه کې یې د بند موده یو کال کم شو.
د ازادۍ راډیو د رپوټ پر بنسټ سلیم شاهین له یوې نجلۍ ویډیو کړې وه او غوښتل يې چې خپلو پروګرامونو کې یې وکاروي، خو وروسته نجلۍ پر سلیم شاهین عریضه وکړه، چې ګني د هغې د فلم په بدل کې ترې باج اخلي.
د لویې څارنوالۍ ویاند، جمشید رسولي ویلي دا چې دا موضوع د افغانستان د جزا کوډ له مخې جرم دی، نو دوی د نجلۍ له شکایت وروسته سلیم شاهین نیولی دی.
خو سلیم شاهین بیا ویلي فلم یې د یو سینمایي لوبغاړي د زوکړې له مراسمو د دوی په خوښه او د پيسو په بدل کې جوړ کړی دی.
شاهین ویلي دوی له مراسمو د انځوریزو بستو جوړولو په بدل کې له خلکو پیسې اخلي او له یادې نجلۍ یې هم د خپل کار په بدل کې د پيسو غوښتنه کړې وه.
سلیم شاهین له دریو میاشتو راهیسې په بند کې دی.