د چین هیواد اړوند ټیک ټاک کاریال (اپلېکېشن) په ۲۰۱۹ کال کې د ډیر ډاونلوډ شوي کاریال په توګه دویم ځای ګټلی دی.
ټيک ټاک دموبایل په اپليکېشنونو کې له وټس اپ وروسته دویم ډېر ډاونلوډ شوی کاريال دی او له فيسبوک، مسنجر او انسټاګرام څخه يې ځان مخکې کړی دی.
وټس اپ چې د فیسبوک کمپنۍ اړوند اپلیکیشن دی په ۲۰۱۹ کال کې له ټولو زیات ښکته شوی او په لومړي سر کې ځای لري.
ټیک ټاک چې افغانستان کې یې هم زیات شمیر مینه وال پیدا کړي دي، په ۲۰۱۹ کال کې ۷۰۰ میلیون ځلې ډاونلوډ شوی دی.
په همدې کال کې وټس اپ ۸۵۰ میلیون ځلې او فیسبوک له ۷۰۰ میلیونو کم ډاونلوډ شوی دی.
د دغه اپلیکسشن ډیری مینه وال په امریکا او چین کې دي.
له همدې امله اوس د امریکا قانون جوړوونکي د دغه اپلیکسشن چټک ترویج ته اندیښمن شوي او داسې ګومان کوي چې کیدای شي دغه تفریحي اپلیکیشن د نقشې انځورونه واخلي او امریکا کې پټ معلومات ترلاسه کړي.
د یهو فایننس د معلوماتو له مخې ټیک ټاک د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې په یو وار زیات مینه وال پیدا کړل او ۲۲۰میلیون کسانو ډونلوډ کړ، کوم چې د تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۴سلنه زیاتوالی ښيي.
وټس اپ بیا د تیر کال په وروستیو کې د مخکې په پرتله ۳۹سلنه زیات ډاونلوډ شوی دی.
ټیک ټاک چې په ۲۰۱۸ کال کې څلورم زیات ډاونلوډ شوی اپلیکیشن و، په ۲۰۱۹ کال کې یې دویم ځای خپل کړ.
دغه اپلیکیشن د تفریح لپاره جوړ شوی چې له ۱۵ تر ۶۰ ثانیو پورې لنډې ویډیوګانې خپروي.