پاکستاني چارواکو د افغانستان د هغو توکو پر صادراتو بندیز لګوي چې په سر خلاصو وسایطو کې لیږدول کیږي.
د افغانستان او پاکستانن د ګډې سوداګرۍ خونې مامورین وایي پاکستاني لوري دوی ته د یوې اعلامیې په استولو سره ویلي د روان میلادي کال د فبرورۍ له میاشتو وروسته هغو توکو ته د لیږد اجازه نه ورکوي، چې په کانټینر کې نه وي ایښودل شوي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي د پاکستان دغه اعلامیه یې ترلاسه کړې او تر سبا دوشنبې به په دې اړه خپل دریځ روښانه کړي او د حل لاره به ورته پیدا کړي.
افغانستان د خپلو توکو یوه زیاته برخه د واګه او کراچۍ بندر له لارې سویلي اسیا ته لیږدوي.
دا هغه بندرونه دي چې افغان توکي په کم وخت کې د هند بازارونو ته رسوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي په کانټینرونو کې د توکو لیږد سوداګرو ته ګرانه تمامیږي.
دوی وایي دا کار په هغه صورت کې ممکن دی چې په واګه او تورخم بندرونو کې ترمینالونه موجود وي.
د پاکستان په لیږدول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د فغانستان ترانزیټي موټرو کې باید تعقیبي ابزار هم موجود وي، ترڅو د موټر د تګ راتګ لاره وښيي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونه او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د پاکستان دا پریکړه د هیواد د صادراتو په زیان بولي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ توکو لیږد رالیږ په کال کې یو میلیارد ډالر بلل شوی دی.
افغانستان زیاتره میوې او سبزیجات پاکستان ته صادرویي.
اوس شمیرې ښيي چې د اقینې، لاجورد لارې او چابهار له پرانستل کیدو وروسته دا راکړه ورکړه کمه شوې ده.