د کاناډا لومړي وزیر، جستین ترودو په ایران کې د نسکور شوې اوکراینۍ الوتکې په پيښه کې د هر کاناډايي وژل شوي کس کورنۍ ته د ۲۵زره ډالر مرستې اعلان وکړ.
جستین ترودو پرون د جمعې په ورځ د کاناډا په اوتاوا کې د یوې خبري ناستې په ترڅ کې اعلان وکړ چې دغه پيسې به د لومړنۍ مرستې په توګه د پيښې قربانیانو ته ورکول کیږي.
ترودو د ایران پر حکومت هم غږ وکړ چې د خپلې تیروتې جبران وکړي او د پيښې قربانیانو ته خپلې مرستې ورسوي.
ترودو د ایران له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د وژل شوو وګړو جنازې ور وسپاري او همداشان د نسکور شوې الوتکې (توره بکسه) فرانسې ته د پلټنې لپاره وسپاري.
توره بکسه د الوتکې د ټولو فعالیتونو او په الوتکه کې د کیدونکو پيښو معلومات ټولوي.
ایراني ځواکونو د مرغومې په ۱۳مه نیټه په تهران کې د مسافرو یوه الوتکې وویشتله، چې د افغانستان، کاناډا، ایران او یو شمیر نورو هیوادونو مسافر پکې سپاره و.
ایراني چارواکو د دې پيښې له امله بخښنه وغوښتنه دا یې یوه انساني تیروتنه وبلله.