وروسته له هغه چې د افغانستان د سولې بهیر د ټرمپ یو ټویټ سره ودرید د دغه بهیر بیا پيلیدو لپاره پراخې نړیوالې هڅې وشوې، ترهغه چې دا بهیر پیل شو، خو د لارې په نیمايي کې د اوربند په تړاو اختلافونو له امله یو ځل بیا بندښت سره مخ شو.
اوس د څو اونیو په تیریدو سره دا نښې لیدل کیږي چې امریکا او طالبان د هوکړې وروستۍ کیدو ته نږدې شوي او اوس پر دې خبرې کوي چې دا هوکړه چیرته او څنګ لاسلیک کړي.
په وروستیو اقداماتو کې پرون په دبۍ کې د امریکا، اروپا او نړیوالې ټولنې استازو ترمنځ په همدې موخه ناسته شوې ده.
په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یماموتو، د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې، د امریکا استازي زلمي خلیلزاد او د اروپایي ټولنې استازو ګډون درلود.
یونما ویلي چې په دې ناسته کې د افغانستان د سولې له بهیره د نړیوال ملاتړ خپلولو لپاره خبرې شوي دي.
په همدې حال کې افغانستان لپاره د جرمني استازي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې په ناسته کې پردې خبرې شوي چې د سولې خبرو بهیر کې د تاوتریخوالي کمیدل باید یو اساسي ګام وي.
د اروپایي ټولنې استازي هم ویلي چې په دې ناسته کې د تاوتریخوالي کمیدلو، اوربند، بین الافغاني خبرې او راتلونکي نړیوالو ضمانتونو په تړاو خبرې شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې وړمه ورځ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي اعلان وکړ چې طالبان امریکا سره د هوکړې لاسلیک کولو لپاره د تاوتریخوالي کمیدلو ته چمتو دي.
اوس داسې نښې لیدل کیږي چې امریکا او طالبان د هوکړې لاسلیک کیدو لپاره چمتو شوي او تمه کیږي چې دا هوکړه په همدې میلادي میاشت کې دا هوکړه لاسلیک شي.
سرچینې وایي د سولې تړون له لاسلیک کیدو وروسته به په جرمني کې د افغانانو ترمنځ ناسته کیږي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین پرون ویلي چې طالب پلاوي وړمه ورځ له زلمي خلیلزاد سره خبرې کړي دي.
د شاهین په وینا دوی پردې خبرې کړي چې د سولې تړون چیرته او څنګه لاسلیک شي.
امریکايي لوري تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بله خوا پرون د افغان ولسمشر ویاند، صدیق صدیقي هم ولیکل چې دوی ته یواځې هغه سوله د منلو ده چې اوربند پکې یو اساسي ګام وي.
افغان حکومت د اوربند منل کیدل او حکومت سره د دوی مخامخ خبرې طالبانو لپاره شرط ټاکلی دی، خو طالبانو هیڅ کله د حکومت فرمایشونو او غوښتنو ته غوږ نه دی نیولی.