د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي امریکا باید د یوې برنامې له مخې افغانستان پریږدي او دې هېواد سره مرستو ته دوام ورکړي.
قریشي په واشنګټن کې د استراتیژیکو مطالعاتو په نړیوال مرکز کې خبرداری ورکړی چې امریکا نباید افغانستان ډیری ژر او د برنامې د نشتون په صورت کې پریږدي.
قریشي پخواني شوروي اتحاد ته اشاره کړې چې د امریکا او پاکستان له لوري مجاهدین تر فشارونو لاندې راغلل ترڅو دا ډله افغانستان پریږدي چې دې کار بیا د افغانستان او سیمې امنیت باندې منفي اغیز پریښود.
ښايي چې قریشي نن د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره په واشنګټن کې لیدنه وکړي او د امریکا او طالبانو ترمنځ د ورستیو پرمختګونو په اړه هم سره خبرې و کړي.
داسې حال کې چې قریشي پرونویلي و طالبان امریکا سره د تړون په صورت کې د تاوتریخوالي کمولو ته چمتو دي.