سرچینې وایي د طالبانو مشر، ملا هبت الله اخند د ۷ یا ۱۰ ورځو اوربند باندې هوکړه کړې ده.
ځینو پاکستاني رسنیو د طالب سرچینو له قوله لیکلي چې د طالبانو د رهبرۍ شورا اکثره غړو د لنډمهاله اوربند وړاندیز منلی او دا طرحه یې د خپل مشر ته استولی چې د هغه له لوري هم منل شوی دی.
ټاکل شوې ده چې د طالبانو سیاسي دفتر خپله دا پریکړه قطر کې د امریکا له ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد سره شریکه کړي.
سرچینې ویلي که چیرې دا طرحه د خلیلزاد له لوري ومنل شي، نو د دغه اووه یا لس ورځې اوربند په موده کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د دغه رپوټ پر اساس، طالبانو قطر کې د طالب او امریکایي استازو د خبرو څیړنې لپاره یوه درې کسیزه کمیټه هم ګمارلې ده.
په دغه درې کسیز پلاوي کې د طالبانو محکمې مشر شیخ عبدالحکیم، شیخ شریف او شیخ قاسم شامل دي.
طالب سرچینو ویلي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې له لاسلیک کیدو وروسته به امریکایي ځواکونو د څوارلسو میاشتو په موده کې له افغانستانه وځي.
دا په داسې حال کې دي چې قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې مذاکرات له څو اونیو راهیسې دریدلي دي.
د دې خبرو د دریدو عامل هم د اوربند په تړاو د دواړو خواوو ترمنځ اختلافونه بلل شوي دي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند، سهیل شاهین د اوربند خبره رد کړې ده.
بله خوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي ویلي طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته چمتووالی لري.