د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې یا سیګر ویلي امریکا په افغانستان کې د مفسدو جنګ سالارانو په ملاتړ سره خپل ستراتیژیک هدف کمزوری کړی دی.
د دغې ادارې مشر، جان سپکو ویلي له افغان جنګ سالارانو د امریکا ملاتړ د طالبانو د بیا پياوړي کیدو سبب هم شوی دی.
د امریکا څارونکې ادارې همداشان ویلي امریکا په راتلونکو ګامونو کې اړتیا لري چې لومړی باید د فساد پر وړاندې مبارزې ته پام وکړي او دغه هیواد ته د نقدو پيسو د ژر ورکړې مخنیوی وکړي.
جان سپکو ویلي: “ایتلافي ځواکونو په ځینو مواردو کې د امنیت تامین لپاره د جنګ سالارانو ملاتړ وکړ، دوی په ځینو مواردو کې ولایتونه او ولسوالۍ رهبري کړل. د امریکا موخه دا وه چې پر دوی مسوولیت واچوي، خو دوی بیا فساد ته مخه وکړه، خو دا کار د دې لامل شو چې زیات شمیر خلک وسلې واخلي او طالبانو سره یو ځای شي.”
افغانستان ته د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه نږدې شل کاله وړاندې افغانستان ته راغلل او تر دې دمه یې میلیارډونه ډالر مرستې کړي دی، خو لاهم د افغانستان خلک شپه او ورځ د ګیډې ډکولو په غم کې دي.