د ټاکنو کمیسیون د پخوانیو شپږ تنو غړو د بند موده نن چهارشنبې د استیناف محکمې له لوري دوه کالو او شپږو میاشتو ته کمه شوه.
له دې وړاندې لومړنۍ محکمې د دغو کمیشنرانو هر یوه ته د پنځو کلونو بند سزا اورولې وه.
د ټاکنو کمیسیون دغه شپږ غړي ګلاجان عبدالبدیع صیاد، معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، عبدالقادر قریشی، حفیظ الله هاشمی او ملیحه حسن په تیرو پارلمانی ټاکنو کې په لاسوهنې تورن شوي دي.
دغو کمیشنرانو په اړه به وروستۍ پریکړه د وروستۍ محکمې له لوري کیږي.