د بشري حقونونو نړیوالې څار ډلې په افغانستان کې په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو کچه هیښوونکې بللې ده.
دغه سازمان ویلي چې په افغانستان کې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو د عملیاتو پرمهال د ملکي تلفاتو کچه د طالبانو له لوري د اوښتو تلفاتو له کچې لوړه ده.
د افغانستان ملي دفاع وزارت بیا دغه رپوټ ردوی او وایي چې طالبان د ملکي تلفاتو لوی عاملین دي.
د دغه سازمان په رپوټ کې راغلي چې په ۲۰۱۹ کال کې د ملکي تلفاتو ترڅنګ، طالبانو هم د خلکو شکنجه کولو، خپلسري وژنو او د زندانیانو ربړولو باندې لاس پورې کړی دی.
دافغانستان د بشري حقونو کمیسیون هم په دې برخه کې اندیښنه ښودلې او د جګړې ډګرونو کې د نښتو قوانینو په پام کې نیولو باندې ټینګار کړی دی.
اسیایي هیوادونو لپاره د نړیوالې ټولنې د بشري حقونو د څار ډلې مرستیالې پاتریشیا ګوسمن ویلي: “د جګړو ښکیلو غاړو د جګړو دوام سره په ښکاره ډول جنګي قوانین او مقررات تر پښو لاندې کړي دي او دغه ستونزه ملکي وګړو ته د تلفاتو د اوښتي لامل شوې ده.”
دغه سازمان په افغانستان کې د جګړې ټولې غاړې په جنګي جنایت تورن کړي دي.
د بشري حقونو نړیوالې ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د جنګي جنایتونو د څیړنې غوښتنه هم کړې ده.
د شمیرو له مخې د ۲۰۱۹ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې نږدې څلور زره ملکي وګړي وژل شوي او ټپيان شوي دي.