د سویلي افریقا د کریکټ ځلانده ستوري، اې بي ډیوېلیر د خپل هیواد ملي لوبډلې ته د بیا راتلو زیری ورکړی دی.
له دې وړاندې د سویلي افریقې د کریکټ لوبډلمشر ډوپلیسي ویلي و دوی راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د ډیویلیر بیا راوستلو باندې خبرې کوي.
ډیویلیر رسنیو ته په خبرو کې ویلي ډیره لیوالتیا لري چې په راتلونکي نړیوال جام کې یو ځل بیا خپلې لوبډلې لپاره لوبه وکړي.
ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د ۲۰۲۰ کال په اکټوبر او نومبر میاشتو کې وشي.
هغه ویلي د سویلي افریقا د کریکټ له مشرانو لکه، ګریم سمیت، مارک بوچر او فاف ډوپلیسي سره په اړیکه کې دی او په دې تړاو خبرې کوي، خو په وینا یې چې دا دومره اسان بهیر نه دی چې لوبډلې ته راشي.
ډیویلیر ویلي: “زه غواړم چې بیا لوبډلې ته راشم او ما په دې اړه له بوچر، ډوپلیسي او مارک بوچر سره خبرې کړي دي، موږ ټول لیواله یو چې زه ټيم ته بیا راشم، خو له دې وړاندې یو لړ کارونه شته چې باید ترسره شي.”
دا څرګندونې له هغه یوه میاشت وروسته کیږي چې د سویلي افریقا د ټیم لوبډلمشر ویلي و دوی د پردې ترشاه د ډیویلیر بیا راتګ په اړه سلا مشورې کوي.
سره له دې چې ډیویلیر په ۲۰۱۸ کال کې د کریکټ له نړیوالو لوبو سره مخه ښه کړې، خو لایې هم د مینه والو په زړونو کې د هغه د بیا راتلو هیلې زرغونې دي.