د هند او اوزبیکستان د بهرنیو چارو وزیرانو جي شنکر او عبدالعزیز کاملوف پر افغان سولې خبرې کړي دي.
عبدالعزیز کاملوف جي شنکر سره په لیدنه کې په افغانستان کې سوله د سیمې سولې او ټیکاو لپاره مهمه بللې ده.
ښاغلي کاملوف ویلي هیواد یې چمتو دی چې د افغانستان سولې په برخه کې له نورو اړوندو هیوادونو سره همکاري وکړي.
کاملوف ویلي افغانستان کې سوله او د جګړې ختمیدل، د سیمې د هیوادونو په ګټه دي او د سیمې هیوادونو ترمنځ سوداګریزو همکاریو پراختیا لپاره زمینه برابروي.
هند او اوزبیکستان پخوا هم د افغانستان د سولې ملاتړ کړی دی.