د افغانستان برښنا شرکت وایي د کاسا زر پروژې عملي کار پیلولو لپاره ټول چمتووالي نیول شوي او راتلونکې میاشت کې یې چارې پيلیږي.
د دغه شرکت د معلوماتو له مخې د دغې پروژې پنځوس سلنه مټې او نور اړونده مواد هم اړونده سیمو ته لیږدول شوي دي.
د کاسا زر پروژه د قرغیزستان او تاجیکستان یو زرو درې سوهمیګاواټه برښنا افغانستان او پاکستان ته لیږدوي.
د دغې برښنا ۱۰۰۰ میګاواټه یې پاکستان او ۳۰۰ میګاواټه یې افغانستان ته ورکول کیږي.
ټاکل شوې ده چې راتلونکې میلادي میاشت کې کابل د قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان هیوادونو د استازو کوربه وي.
دغه استازي کابل ته د کاسا زر پروژې د عملي کار پيلولو مراسمو لپاره راځي.
د برښنا شرکت معلومات ښيي چې د دغې پروژې د سروې کار په افغانستان کې پای ته رسیدلی او د دغې پروژې د لارې په اوږدو کې د پنځو پرتو ولایتونو کې د ځمکو د استملاک کار هم بشپړ شوی دی.
د دغه شرکت ویاند، وحیدالله توحیدي یک تلویزیون ته وویل چې د کاسا زر پروژې مټو لګولو لپاره په اویا ځایونو کې د کیندنې کار پوره شوی او د فبرورۍ میاشتې په لومړۍ اونۍ کې به یې عملي کار پيل شي.
د کاسا زر پروژې مزي له کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار ولایتونو نه تیریږي او پاکستان ته ځي.
د افغانستان حکومت به د دې برښنا د لیږدولو په بدل کې په کال کې ۵۰ میلیون ډالر ترلاسه کوي.
بله خوا د صنایعو او سوداګرۍ خونه وایي د دې برښنا په راتلو سره به د هیواد داخلي تولیدات هم زیات شي.