د افغانستان د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون چارواکي وایي د لومړنیو پایلو په تړاو د ثبت شوو شکایتونو له ډلې څه باندې نهه زره هغه یې بیرته رد شوي دي.
د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون غړو نن سه شنبه په یوه خبري غونډه کې وویل، چې دوی په خپلو کارونو کې بریالي دي او د سلګونه شکایتونو په اړه یې پرېکړه کړې ده.
ددغه کمیسیون مشرې زهرې بیان شینوارې وویل، ټول ۱۶۵۰۰ شکایتونه ورته ثبت شوي وو، چې له دې ډلې ۹۸۶۶ هغه یې بېرته رد شوي دي. نوموړې همدا راز ټینګار وکړ چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون ترمنځ همکاري موجوده ده او جدي ستونزه نشته.
دا په داسې حال کې دي چې د شکایتونو کمیسیون څو ورځې وړاندې د ټاکنو پر کمیسیون د همکارۍ نه کولو له امله انتقاد کړی و.
د شکایاتونو کمیسیون ټینګار وکړ چې د پاتې شکایتونو په اړه به هم ډېره ژر خپله پرېکړه وکړي او پایلې به یې له رسنیو سره شریکې کړي.