په مزار شریف کې نن سه شنبې سهار دوه پرلپسې چاودنې شوي دي.
د بلخ د پولیسو ویاند، عادل شاه عادل ویلي دا چاودنې سهار شاوخوا نهه بجې د ښار دریمې ناحیې اړونده سیمه کې شوي دي.
په دې چاودنه کې دوه ماشومان وژل شوي او د یو پولیس په ګډون ۹ نور کسان ټپیان شوي دي.
ښاغلي عادل ویلي چې دغه چاودنې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ د ولسوال کور ته څیرمه د ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوي دي.
د بلخ د ابوعلي سینا روغتون مشر محمد فیض ویلي د ټپيانو په منځ کې زیات شمیر ماشومان شامل دي.