د افغانستان بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارګرې ادارې یا سیګر ویلي افغانستان لاهم د نړۍ تر ټولو بې وزله هیواد دی.
د سیګر د رپوټ له مخې په افغانستان کې ۵۵ سلنه وګړي په په اوسط ډول په ورځ کې یو امریکایي ډالرو باندې د ژوند چارې پرمخ بیایي. سیګر ادارې په خپل وروستي ټویټ کې ویلي چې د افغانستان وګړي په کال کې په اوسط ډول د خپلې پانګې ۸ سلنه پر خپلې روغتیا باندې لګوي. په افغانستان کې د تیرو څلورو لسیزو جګړې او نا امنۍ د افغانانو د دغو بدبختیو اصلي لامل بلل شوی دی.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو دوو لسیزو کې د نړۍ د زیات شمیر هیوادونو له لوري د میلیارډونو ډالرو مرسته شوې، ده خو بیا هم افغانان په فقر او بې وزلۍ کې شپې ورځې تیروي.