د پکتیا له مرکزي زندانه د یو شمیر بندیانو د تیښتې له امله د دغه زندان د مدیر په ګډون دولس کسان نیول شوي دي.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت یک تلزیویزن ته وویل چې د امنیه قوماندانۍ استخباراتو مدیریت د زندان مدیر سمونمل اجمل په ګډون دوولس کسان نیولي او دا مهال تر پوښتنو لاندې دي.
ښاغلي حسرت وویل چې دغه دوولس کارکوونکي د ټاکل شوي پلاوي له څیړنو وروسته نیول شوي دي.
دا کسان له هغه وروسته ونیول شول چې وړمه شپه له دغه زندانه اووه تنه بندیان په تیښته بریالي شول.
په دغو زندانیانو کې د طالبانو یو شمیر غړي هم شامل و.
ولایتي ادارې اعلان وکړ چې د دې پيښې څیړنې لپاره یې پلاوی ټاکلی دی.