د هند او پاکستان په پوله کې یو هندي سرتیری په واورو کې تر ښوییدو وروسته، د پولې بلې غاړه کې پاکستان ته اوښتی دی.
دغه هندي سرتیری چې راجندرا سینګ نیګي نومیږي د جنورۍ په اتمه نیټه د جمو او کشمیر ګلمرګ سیمه کې د دندې پرمهال له دې پيښې سره مخ شوی دی.
د نیګي کورنۍ د هندو له حکومته غوښتي چې هغه ژر پیدا کړي او خپل کور ته یې راولي.
د انډیا ټوډې خبری رسنۍ د رپوټ پر اساس د هند پوځي چارواکو ویلي دوی د نیګي پیدا کولو او خپل هیواد ته راوستلو لپاره ټولې هڅې پیل کړي دي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي او معلومه نه ده چې پاکستان به دغه سرتیري بیرته هند ته وسپاري که نه.