ولسمشر غني په کورنیو چارو وزارت کې د لاسوهنو پر ختمیدو ټینګار وکړ.
ولسمشر غني نن دوشنبه د جنرال عبدالرازق د پولیسو په اکاډمۍ کې یو شمیر سرتیرو د فراغت غونډه کې خبرې کولې.
هغه وویل فارغ شوو سرتیرو د ملاتړ غوښتنه ترې کړې او ملاتړ دادی چې په کورنیو چارو وزارت کې باید لاسوهنه صفر ته راټیټه شي.
کورنیو چارو وزارت پخوان د ولسمشر غني له خوا د فساد زړه هم بلل شوی و، خو د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي وايي لازم اصلاحات یې په پام کې نیولي دي.
ولسمشر همداشان وویل چې امنیتي مسوولین هیڅ حق نه لري چې څوک ووژنی، ځکه چې د ده په وینا قانون ورته اجازه نه ده ورکړې.
دا په داسې حال کې دي چې په وروستیو څو ورځو کې په دو جلا جلا پيښو کې امنیتي څواکونو د طالب ضد دوو قومندانانو باندې برید وکړ او یو شمیر کسان یې ووژل.
په وروستي مورد کې به کابل کې پخوانی جهادی قومندان امر ستار او د هغه یو شمیر کسان د ملي امنیت ځواکونو له لوري تر برید لاندې راغلل او ووژل شول.
دغې پيښې د زیات شمیر خلکو غبرګونونه وپارول او هغه یې صحرایي محاکمه یاده کړه.