د امریکا د ملي امنیت سلاکار، رابرټ اوبراین ویلي که چیرې امریکا سږ کال طالبانو سره د هوکړې سند لاسلیک هم نه کړي، افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمیر کموي.
رابرټ اوبراین ویلي امریکا کولی شي سږ کال طالبانو سره سوله وکړي، خو که دا کار ونه شي هم، امریکا له افغانستانه سرتیري باسي.
اوبراین د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې به د سولې هوکړه وشي، وویل دا هوکړه کیدای شي سږ کال وشي.
د رابرټ اوبراین په خبره اوس د افغان ځواکونو ظرفیت لوړ شوی او امریکا به ډير ژر د پریکړې موقعیت کې قرار ولري.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو ایستل د ټرمپ د کمپاین دورې یو مشهور شعار و.
ټرمپ افغانستان ته د سفر پرمهال هم د ځواکونو د کمولو خبره کړې وه.