د پکتیا ولایت ځایي چارواکو د دغه ولایت له مرکزي زندانه د ۷ تنو بندیانو د تښتیدلو خبر ورکړی دی.
د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت ویلي دا بندیان تیره شپه اته بجې تښتیدلي دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې تښتیدلي بندیان کوم ډول مجرمین و.
د پکتیا ځایي چارواکي وایي د پيښې څيړلو لپاره یې پلټنې پيل کړي او په همدې موخه یې یو پلاوی ټاکلی دي.
په افغانستان کې له زندانونو د بندیانو تښتیدل کومه نوې خبره نه ده، بلکې پخوا هم د هیواد له یو شمیر ولایتونو له محبسونو بندیان تښتیدلي دي.