په کندرهار ولایت کې د سختو ورښتونو له امله ۲۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندهار د والي ویاند احمد بهیر احمدي یک تلویزیون ته وویل دا ورښتونه له تیرې شپې راهیسې روان دي او تر اوسه ۸ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي.
ښاغلي بهیر زیاته کړه چې د کندهار په ژیړۍ، سپین بولدک، پنجوایي او په کندهار ښار کې لسګونه کورنۍ د باران زیات ورښت له امله زیانمن شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې له پرون راهیسې په هرات ولایت کې هم ۸ کسان د واورې زیات وریدو له امله مړه شوي دي.
د هوا پېژندنې ادارې هم تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ډيری ولایتونو کې درنې واورې وورېږي.