د هرات انجیل ولسوالۍ کې د واورې زیات ورښت له امله د یوې کورنۍ ۶ تنه غړي وژل شوي دي.
دا کسان هغه مهال وژل شوي چې د واورې زیات ورښت له امله د کور چت پرې ونړید.
ښاغلي فرهاد ویلي چې دوه نور کسان د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې د واورې وریدو له امله وژل شوي دي.
هرات کې چاوراکي وایي دا لومړنی معلومات دي او ښايي چې د مرګژوبلې کچه زیاته شي.
د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد د دې پيښې په تایید سره ویلي چې په وژل شوو کسانو کې نارینه، ښځې او ماشومان شامل دي.
ویل کېږي چې په هرات کې له تېرې شپې راهیسې درنه واوره ورېږي او خلک له جدي ستونزو سره مخ دي.
د هوا پېژندنې ادارې هم تر دې وړاندې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو، چې ښايي په راتلونکو دوو ورځو کې د هېواد په ډيری ولایتونو کې درنې واورې وورېږي.