سرچینې وایي د پاکستان کویټې ښار یوې دیني مدرسه کې د چاودنې له امله شاوخوا ۳۰ طالب غړي وژل شوي او ټپیان شوي دي.
یوې معتبرې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي یک تلویزیون ته وویل دا چاودنه پرون جمعه ماښام یوه جومات ته څیرمه مدرسه کې شوې ده.
د سرچیې په وینا په دې چاودنه کې د طالبان قاضی القضات شیخ عبدالحکیم هم ټپي شوی دی.
په دې پيښه کې د شیخ عبدالحکیم د ورور په ګډون حاجی محمد حلیم، مولوی حاجی احمد خان، ګل اغا اخوند او مولوی امان الله چې د طالبان د متوسطې کړۍ غړي دي وژل شوي دي.
سرچینې په دې پيښه کې د بلوچستان دپولیسو قومندان او د ای اس ای دریو غړو د وژل کیدو خبره هم کړې ده.
په چاودنه کې د طالبانو د مرستو ټولولو د چارواکو مولوی عبدالطیف او مولوي نظر محمد د وژل کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.
که څه هم داعش ډلې د دې برید مسوولیت منلی دی، خو سرچینه وایي دا پيښه د طالبانو خپلمنځي اختلافونو له امله شوې ده.
سرچینې زیاته کړې چې د کویټې دغه پیښه کې د ارزګان، غور او دایکندي ولایتونو لپاره د طالبانو مسوول مولوي عبدالمنان هم د وژل شوو کسانو په ډله کې دی.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو په دغه پيښه کې د خپلو غړو د وژل کیدو خبر رد کړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې دا چاودنه د کویټې ښار اسحاق اباد سیمه کې په یوه جومات کې د لمانځه پرمهال شوې ده، خو د دوی هیڅ کوم غړی په جومات کې شتون نه درلود.