د ټاکنو اړوند کمیسیونونه د رایو بیا شمیرنې بهیر کې د نظر اختلاف سره مخ شوي دي.
ټاکل شوې وه نن په کابو شلو ولایتونو کې د څه باندې دوه نیم زرو محلونو د رایو بیا شمیرنه پیل شي، خو دا کار د ټاکنو کمیسیونو ترمنځ رامنځته شوو اختلافونو له امله پيل نه شو.
د شکایتونو کمیسیون وایي د ټاکنو کمیسیون باید د دوی د ولایتي دفترونو پریکړې عملي کړي، ترڅو بیا شمیرنې بهیر ته لاره برابره شي.
خو د ټاکنو کمیسیون په یوه مکتوب کې چې یک تلویزیون ته رسیدلی له شکایتونو کمیسیونه غوښتي چې د یوې سرتاسري بیا شمیرنې او څیړنې یو پروګرام چمتو کړي، تر د دغه پروګرام له مخې د بیا شمیرنې بهیر پیل شي.
خو د شکایتونو کمیسیون بیا دغه سرتاسري پروګرام جوړولو باندې ځان مکلف نه ښيي او ټینګار کوي چې د دوی د ولایتي دفترونو د غوښتنو سره سم باید د هر محل جلا جلا بیا شمیرنه وشي.
د شکایتونو کمیسیون د شمیرو له مخې تر اوسه په شلو ولایتونو کې د ۲۵۵۵ محلونو رایو د بیا شمیرنې پریکړه شوې وه.