د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحيمي وایي، وسله والو طالبانو د کابل ولایت په شکردره ولسوالۍ کې د نجونو یو ښوونځی سوځولی، خو وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس رد کړي دي.
نصرت رحیمي وایي، وسله والو طالبانو تېره شپه په شکردرې ولسوالۍ کې د «بوی هزاره ناصری» په نوم د نجونو یو ښوونځی سوځولی، خو د وسله والو طالبانو په دغه پېښه کې لاس ردوي او وایي چې دغه ډله له تعلیمي مرکزونو څخه ساتنه او پالنه کوي.
په ورته کې د هېواد د پوهنې وزرات وايي، په شکره دره ولسوالۍ کې یې «بوی هزاره ناصري» د نسوانو لیسه د ناپېژاندو کسانو لخوا سوځول شوي او زیاتوي چې د یادې لیسې د سوزولو لا نه دی په ډاګه شوی.
پوهنې وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دغه ښوونځي کې ۷۰۰ ښځینه زده کوونکو زده کړې کولې، چې اوسمهال له زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.
د یادونې وړ ده چې لدې وړاندې هم د هېواد په مختلفو ولایتونو کې ښوونځي د ناپیژاندو کسانو لخوا سوځول شوي دي.