د کندرهار ډنډ ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو یو موټر پر ماین برابر شوی دی.
کندهار کې د یک تلویزیون خبریال جاوید احمد تنویر وایي نن سهار د ډنډ ولسوالۍ د حقداد کارېز په سيمه کي پر رومانيايي سرتيرو چاودنه شوې ده.
عيني شاهدان وايي چي د بهرنيو ځواکونو يو موټر تخريب سوی او ويالې ته لوېدلی دی.
د بهرنیو ځواکونو د غوڅ ملاتړ ماموریت ویاند دا پيښه تاییده کړې او ویلي یې دي چې چاودنه د امریکایي ځواکونو پر موټر شوې ده.
طالبانو د برید مسوولیت منلی او د ګڼې مرګ ژوبلې د اړولو ادعا یې کړې ده.
د کندهار سیمه ییزو او بهرنیو ځواکونو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.