ایران په دغه هیواد کې د اوکرانۍ مسافر وړونکې الوتکې د ویشتلو مسوولیت ومانه.
د ایران وسله والو ځواکونو عمومي قومندانۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه الوتکه په هغه ورځ چې دوی عراق کې د امریکا پر پوځي اډو برید کړی وی، د دوی له خوا په تیروتنې سره ویشتل شوې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې دغه الوتکه د تهران خمیني هوایي ډګر نه له پورته کیدو وروسته د سپاه پاسدارانو یوه حساس پوځي مرکز ته د نږدې کیدو په حال کې و چې د دوی له خوا د دښمن شک پرې راغلی.
اعلامیه کې راغلي پر دغې الوتکې ځکه بد ګمانه شوي چې په هغو ورځو کې د امریکا له لوري پر ایران د هوايي برید زیات ګواښونه کیدل.
ایراني پوځي د دغې اوکرانۍ الوتکې نسکورولو له امله بخښنه غوښتې ده.
د اوکراین هیواد یوه بوینګ ۷۳۷ مسافر وړونکې الوتکه د تیرې چهار شنبنې په ورځ په تهران کې له پورته کیدو وروسته وویشتل شوه چې لږتر لږه ۱۷۶ تنه پکې ووژل شول.
د ایراني چارواکو په وینا په وژل شوو کسانو کې ۱۴۴ تنه ایرانیان، ۱۱ اوکراینیان، ۱۰ افغانان، یو بریټانیایی، ۹ کاناډایان، او ۴ د سویډن وګړي شامل دي.